د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایتلافي ځواکونو غواړي چې؛ د خپلو اډو شاوخوا د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.
په دې موضوع تیره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې خبرې وشوې او د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارل شوه؛ څو د افغان حکومت اندیښنه له آیساف سره شریکه کړي.
ځینو بهرنیو ورځپاڼو ویلي، کله چې د آیساف ځواکونه له افغانستان نه ووځي؛ نو په هطواد کې به یې د اډو شاوخوا ځایونو کې په ۱۲۸۷ کیلو متره ځمکې کې ناچاودیدونکي توکي او ماینونه ورنه پاتې شي.
آیساف تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.