کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني د پاڅونوالو یو مخکښ قومندان ووژل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 حمل 1393 ساعت 10:16


تاند- په غزني کې د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون یو مخکښ (عباس) د دوشنبې په ورځ له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
د غزني چارواکو وویل چې پېښه پرون /دوشنبه/ سهار په اندړ ولسوالي کې وشوه. اندړ د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون د پیل مرکز و چې وروسته د افغانستان یو شمېر نورو سیمو ته هم وغځېد خو د افغانستان په دولت کې له ولسي پاحونونو سره د مخالفو عناصرو د ورانکاریو له کبله د پاڅونونو بهیر ورو شو او ډېر پاڅونوال مایوسه شول.
له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د قومندان عباس د وژل کېدو ترڅنګ د ده درې ملګري ژوبل شول.
د غزني ولایت پښتانه د طالبانو د زورزیاتیو له کبله هم په ولسي جرګه کې له استازیتوبه بې برخې شوي او هم له نړیوالو مرستو محروم شوي دي.
وسله وال طالبانو په غزني کې پر پښتنو د نړیوالو موسسو مرستې، د بیارغونې چارې او پرمختیايي پروژې بندې کړي خو د غیر پښتنو لاس یې خلاص پرې ابښی دی.


د مطلب کود: 89561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89561/د-غزني-پاڅونوالو-یو-مخکښ-قومندان-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com