پرون (دوشنبه) مازیګر، په خوست ښار کې دوه بمي چاودنې وشوې؛ چې په کې لږ تر لږه یو تن ووژل شوی او نهه نور ټپیان شوې دي.
چاودنې د خوست ښار د بلندمنزلونو په سیمه کې شوي دي او ویل کیږي چې مرګ ژوبله یې ټوله ملکي وګړو ته اړولې ده.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، لومړنۍ چاودنې یوازې یو تن ټپي کړ؛ خو په دویمه چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او نهه نور ټپیان شول.
د جرمني خبري اژانس بیا د خوست د پولیسو د سرچینو په قول د وژل شویو شمېر دوه تنه ښودلی دی.
مبارز ځدراڼ ازادي راډیو ته ویلي، مرګ ژوبله د ځای پر ځای شوي ماینونو د د چاودنو په ترڅ کې اوښتې ده.