کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني طالبان وايي، چې له حکومت سره د سولې د خبرو دوام غواړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 حمل 1393 ساعت 10:50


پاکستاني طالبان وايي، چې له حکومت سره د سولې د خبرو دوام غواړي، خو اوربند به اوږد نه کړي.
د پاکستان د طالبانو تحریک پرون وویل، حکومت د دوی غوښتنو ته سم ځواب نه دی ویلی او دوی له همدې کبله نه غواړي چې له حکومت سره ۴۰ ورځنی اوربند وغځوي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې په عین حال کې ویلي، تیار دي چې په پوره صداقت او جدیت خبرو ته دوام ورکړي.
طالبانو دغه راز ویلي، که حکومت د دوی غوښتنو ته واضیح ځواب ووايي، دوی به جدي ګامونه واخلي.


د مطلب کود: 89725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89725/پاکستاني-طالبان-وايي-چې-له-حکومت-سره-د-سولې-خبرو-دوام-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com