کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې د بریښنا د یوه بند د جوړیدو چارې پیل شوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 حمل 1393 ساعت 14:28


په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د بریښنا د یوه بند د جوړیدو چارې پیل شوې.
د دې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل، چې د دې بند د جوړیدو کارونه به د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د بریښنا په دې بند باندې نږدۍ سل میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د مالیې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د نورستان چارواکي وایي، چې ددې بند له جوړیدو سره به د مرکز پارون اوسیدونکي او دولتي ادارې د بریښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.


د مطلب کود: 89747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89747/په-نورستان-کې-د-بریښنا-یوه-بند-جوړیدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com