کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بابر: پاکستان باید له ټولو افغان یاغي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 حمل 1393 ساعت 9:58


د پاکستان په مشرانو جرګه کې د اپوزسیون غړیو وویل؛ که چېرته د پاکستان حکومت اساسي قانون ته درناوی کوي؛ نو له ټولو افغان یاغي ډلې سره باید اړیکي قطع کړي.
په دې غونډه کې د جمعې په ورځ سناتور فرحت اله بابر وویل؛ د پاکستان د بهرنۍ تګلارې بنسټ د اساسي قانون پر څلرویښتمې مادې ولاړ دی او د دې مادې له مخې باید پاکستان له خپلو ګاونډیو او نورو هېوادو سره دوستانه روابط ولري او د یوه بل په چارو کې مداخله ونه کړي.
کابل او نوي ډيلي تل پر اسلام اباد تور پورې کړی دی چې؛ د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او په دغه هېواد کې یې یوه نیابتي جګړه پیل کړې ده؛ خو اسلام اباد دا تورونه ردوي او وایي چې، پاکستان په خپله د تروریزم قرباني دی.


د مطلب کود: 89803

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89803/بابر-پاکستان-باید-له-ټولو-افغان-یاغي-ډلو-سره-خپلې-اړیکې-پرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com