کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هندوستان په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه یوه غونډه پیلیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1393 ساعت 10:07


ټاکل شوې ده چې، په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه سبا یوه غونډه پیل شي.
په دې غونډې کې به د هند جګپوړي پوځي چارواکي هم برخه واخلي. د دې کنفرانس هدف له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي رامنځته کېدونکو ګواښونو د مخنوي د لارو چارو لټول یاد شوی دی.
دا غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي او د هند د دفاع وزیر په وینا به پرانیستل شي.
د هند پوځي چارواکي څرګندوي چې؛ د دوی امنیتي او استخباراتي ادارې د افغانستان حالات له نژدې څاري.
هند د یو شمیر افغان ځواکونو روزنه هم کوي.
د نوي ډیلي په غونډه کې به د سیمې پر امنیت هم خبرې وشي.


د مطلب کود: 89804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89804/د-هندوستان-په-نوي-ډیلي-کې-افغانستان-اړه-یوه-غونډه-پیلیږي

آوا
  https://www.avapress.com