کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

''لغمان کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی''

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 حمل 1393 ساعت 13:51


د افغانستان په ختيځ ولايت لغمان کې چارواکي وايي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون، ملاتړ کوي.
د والي ویاند بي بي سي ته ویلي که پاڅون کوونکي د وسلو او افغان ځواکونو ملاتړ ته اړتیا ولري نو حکومت به دوی ته د مرستې لاس ورکړي.
له وړمې ورځې راهیسې د لغمان د الینګار ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی او ادعا کوي چې له طالبانو یې څو کلي تصفیه کړي دي.
په کابل کې زموږ همکار سميع الله موسی زي هغه ويډيو کتلې چې، په الينګار کې د وسله والو طالبانو پرضد ولسي پاڅون ښيي.
په دې ویډیويي تصویر کې دغه کسان هوايي ډزې کوي او له ځینو سره یې د افغانستان ملي بیرغ دی.
د لغمان ځايي چارواکي هم دا خبره تاییدوي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې ولسي پاڅون شوی او پاڅون کوونکي له هغو وسلو کار اخلي چې د جهاد له وخته له دوی سره دي.
حضرت نور پشه یي وال چې ځان د دغو پاڅون کوونکو مشر بولي بي بي سي ته وویل شاوخوا ۱۰۰ کسانو د طالبانو پر وړاندې وسله وال پاڅون کړی دی.
ښاغلي پشه يي وال ويلي د طالبانو ظلمونو د سیمې ځوانان دې ته وهڅول چې د هغوی پر وړاندې پاڅون وکړي.
ځايي چارواکي وايي په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو شمیر معلوم نه دی، خو د طالبانو څو ډلې په دغې سیمه کې چې یو شمیر غړي یي پاکستانيان دي، فعالیت کوي.
الینګار د لغمان له ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ده چې له نورستان، کونړ او ننګرهار ولايتونو سره ګډه پوله لري.
ځايي چارواکي وايي وسله وال له همدې ولسوالۍ ګاونډي ولایتونه نااراموي او له همدې سیمې آن شمال ختیځ ولایتونو ته امنیتي ګواښونه رامنځته کیدلای شي.
د الینګار د پاڅون کوونکو مشر وايي د نورلام په دره کې یې د تیرې ورځې په عملیاتو کې د یو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي او او څلور نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
حضرت نور پشه یي وال زیاته کړه افغان ځواکونو هم په دغو عملیاتو کې د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړ او اوس د پریانه او وټه جبارخیل د کلیو په ګډون له څو کلیو څخه وسله وال طالبان ویستل شوي دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دوی لا ډیر ملاتړ وکړي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک هم دا مني چې په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې پاڅون شوی او زياته يې کړه حکومت د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو پرضد وي.
ښاغلي ځواک وویل که پاڅون کوونکي وسلو او د افغان ځواکونو ملاتړ ته اړتیا ولري، نو حکومت به هرو مرو دوی ته د مرستې لاس ور اوږد کړي.
له دې وړاندې د غزني، ننګرهار او غور په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه شوي، خو وسله وال طالبان، پاڅون کوونکي اربکیان بولي.


د مطلب کود: 89823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89823/لغمان-کې-خلکو-د-طالبانو-پرضد-پاڅون-کړی

آوا
  https://www.avapress.com