کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي پیوستون پروګرام په ارزګان کې پنځلس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 حمل 1393 ساعت 14:09


د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ په ارزګان ولایت کې یې د ملي پیوستون پروګرام پنځلس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې؛ د دې پروژو مجموعي ارزښت پنځلس میلیونه او اته سوه او پنځوس زره افغانۍ دی چې؛ په ترینکوټ، شهید حساس او ګیزاب ولسوالیو کې پلي شوي دي.
د استنادي دیوالونو، د اوبو لګولو د کانالونو، کلیوالي سړکونو جوړول او څو نور ساختماني کارونه په دې پروژو کې شامل دي چې؛ 3335 کورنۍ ترېنه ګټه اخلي.


د مطلب کود: 89834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89834/د-ملي-پیوستون-پروګرام-په-ارزګان-کې-پنځلس-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارلې

آوا
  https://www.avapress.com