کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزیر په کانکور ازموینه کې د درغلیو شتون رد کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 ثور 1393 ساعت 15:31


د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر په کانکور ازموینه کې د درغلیو موجودیت رد کړ.
نوموړي چې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې خبرې کولې؛ ویې ویل، د کانکور ازموینه په هر هغه ځای کې چې تقلب ولیدل شو؛ لغوه او دوهم وار واخیستل شوه.
یو شمېر وکیلانو وویل چې، په کانکور کې پراخه درغلي شوې او د لوړو زده کړو وزیر یې په بې کفایتۍ تورن کړ.
د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې یو لک او لس زره کسان لوړو زده کړو او نیمه عالي تحصیلاتو ته کامیابه شول.


د مطلب کود: 89973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89973/د-لوړو-زده-کړو-وزیر-په-کانکور-ازموینه-کې-درغلیو-شتون-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com