کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 ثور 1393 ساعت 8:40


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کابل ، کنړ او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۹ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړې ماینونه او ۳ ډزه د راکټ مرمې چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فراه ،کنړ او میدان وردک ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 90022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90022/۱۲-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com