کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې د ثبات پروګرام د ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پروژې پلي کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 ثور 1393 ساعت 14:45


په میدان وردګو ولایت کې د ثبات پروګرام د ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پروژې پلي کړي.
دغه ټکی په میدان وردګو ولایت کې د ثبات پروګرام مسؤلینو نن ( سې شنبه) دهمغږۍ په نوم په جوړه شوي غونډه کې وکړ.
غونډې ته د کلیو پراختیا او بیا رغاونې رئیس جان محمد حکمتجو د خپلو خبروپرمهال ثبات د امنیت زیربنا وبلله او زیاته کړه،که موږ ښه تولیدات،ښه اقتصاد او غوره پرمختګونه ولرو نو دا یو ثبات دی او په نشتون کې یې بې ثباتي ګڼلی شو.
هغه وویل: په میدان وردګو ولایت کې په رښتیني ډول د ثبات پروګرام د امنیت زیربنا ثابته شوې او په داسې سیمو کې،چې په امنیتي لحاظ هلته د کارونو ترسره کول مشکلات لري،خو د ثبات پروګرام د ولسونو په همکارۍ هلته د بیارغاونې چارې بشپړي کړي دي .
د میدان وردګو مرستیال والي غزني ګل ځاځي غونډې ته د وینا پرمهال وویل: په دغه ولایت کې به په سږني کال کې په رښتني ډول د بیا رغاونې کارونه ترسره شي او په دغه برخه کې دوی یو ښه پلان جوړ کړی دی .
ده همدا راز دثبات پروګرام له مسؤلینو غوښتنه وکړه،څرنګه چې میدان وردګ له درېمې څخه دویمې درجې ته ارتقا کړې،باید د نورو ادارو ترڅنګ د ثبات پروګرام هم ورته په پروژو کې زیاتوالی راولي .
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د یاد پروګرام له لورې د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې په دغه و لایت کې د ثبات پروګرام سیمه ییز مسؤل انجینرشاپور امرخیل وویل: په دغه ولایت کې یې تر دا مهاله ۶۱ پروزې د ۶۹ میلیونو افغانیو په مالي لګښت پلي کړي او د ۵۸ میلیونو افغانیو په مالي لګښت یې ۲۵ نورې پروژې تر کار لاندې دي .
نوموړی زیاته کړه،یادې ټولې پروژې ساختماني دي،چې په نرخ،سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د خلکو په غوښتنه پلي کړي او د یو شمېرو یې چارې هم رواني دي .
د امرخیل په وینا په یادو پروژو کې استنادي دیوالونه،پلچکونه،د څاګانو کیندل، د ویالو وړول،کوچني برېښنا بندونه، سیمه ییز سړکونه او یو شمېر نور جوړول شامل دي .
هغه وایي د ثبات پروګرام،چې په ۱۳۹۱هـ کال کې په میدان وردګو ولایت کې پیل شوی وو،اوس مهال د دغه ولایت په چک،نرخ،جلریز او سیداباد ولسوالۍ کې فعالیت کوي او ډېر ژر به په مرکز میدان ښار کې هم خپلې چارې پیل کړي .
د یادونې وړده،به جوړه شوي غونډّ کې یو شمېر نورو مسؤلینو او له ولسوالیو څخه راغلیو د ثبات پروګرام کارکوونکو هم خبرې وکړې او د یاد پروګرام دکارونو ستاینه یې وکړه .


د مطلب کود: 90048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90048/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-د-ثبات-پروګرام-۶۹-میلیونه-افغانیو-مالي-لګښت-پروژې-پلي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com