کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې ډرون الوتکې دوه طالب قومندانان ووژل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 ثور 1393 ساعت 10:24


د طالبانو دوه قوماندانان په کونړ کې ووژل شول. د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډيو ته وویل چې؛ مولوي غلام اله مشهور په عماد چې د پاکستاني طالبانو قوماندان و او مولوي زرقاوي چې دی هم د پاکستان و او د ماین جوړولو متخصص و؛ د بې پيلوټه الوتکو په برید کې د ناړۍ ولسوالي د "ساو" په سیمه کې پرون ماسپښین ووژل شول.
په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه تر پخوا ډیر شوې دي او نژدې دوې اونۍ مخکې د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دغو الوتکو په برید کې د کونړ لپاره د طالبانو نومول شوی والي؛ نور قاسم حیدري له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی وو.


د مطلب کود: 90111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90111/په-کونړ-ولایت-کې-ډرون-الوتکې-دوه-طالب-قومندانان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com