کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په غورک ولسوالۍ کې وسله والو څلور تنه پولیس وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1393 ساعت 14:18


د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د پولیسو پرامنیتي پوستې په حمله کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور لادرکه دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مینه پال آزادي راډیوته وویل؛ دغه پیښه تېره شپه د دې ولسوالۍ به محمد شاه کلاه سیمه کې وشوه.
په یوبل خبر کې د فراه چارواکي وایي چې؛ نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دوه ملکيان ووژل شول.
د پشت رود ولسوال غوث الدین آزادی راډیو ته وویل؛ دغه کسان پرموټرسایکل سپاره وو چې؛ ماین پرې والوت.
دغه راز د فراه امنیتي مسوولانو تایید کړې چې؛ د دې ولایت د چهاردهي په سیمه کې تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستې د مخالفو وسله والو په حمله کې یو محلې پولیس وژل شوی.


د مطلب کود: 90129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90129/د-کندهار-په-غورک-ولسوالۍ-کې-وسله-والو-څلور-تنه-پولیس-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com