کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او اته نور نیول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1393 ساعت 14:30


په بغلان کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او اته نور نیول شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت آزادي راډیوته وویل؛ دغه عملیات چې شپږ ساعته یې دوام وکړ؛ د بغلان د دهنه غوري په سیمه کې ترسره شول؛ په دغه عملیاتو کې یو تن پولس هم وژل شوی دی.
"یوه دوولس کسېزه ډله وه چې؛ شاوخوا شپږ ساعته یې له پولیسو سره نښته وکړه؛ چې په نتیجه کې یې درې تنه مخالف وسله وال ووژل شول او اته تنه نور ژوندي ونیول شول. خو له بده مرغه چې زموږ یو محلي قوماندان هم په کې ووژل شو."
ښاغلي بشارت زیاته کړه، دې ورته نور علمیات هم د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلوپه هدف د بغلان ولایت په نورو سیمو کې روان دي.


د مطلب کود: 90130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90130/په-بغلان-کې-۳-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي-او-اته-نور-نیول-دي

آوا
  https://www.avapress.com