دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 90923
پکتیکا: د وسله والو طالبانو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی
افغان امنیتي چارواکي په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وايي، د ملي پوليسو په کمين کې د خوشامند ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی ولسوال او نظامي مسوول نورمحمد نظام خېل له خپلو څلورو وسله والو ملګرو سره ووژل شو.
بیان زیاتوي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د خوشامند ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړي خو پوليسو ته په دې اړه له مخکې اطلاع ورکړل شوې وه.
بیان د نښتې په جریان کې د درې تنه ملي پوليسو اود يوه تن د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.
بیان زیاتوي، چې نظام خېل د طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و، چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه خښول او وخت ناوخت به یې پر افغان او نړیوالو ځواکونو حملې کولې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaeono.49nwu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته