دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 91077
کرکټ: افغانستان نیپال ته ۲۴۳منډې هدف وټاکه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مالیزیا په مرکز کولالامپور کې د نیپال لوبډلې ته د اسیاسي شورا د پریمرلیګ په لوبو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.
د اسیایي شورا د پریمرلیګ په دغو لوبو کې تر اوسه افغانستان درې لوبې ګټلې دي او یوه یې بایللې. نیپال هم درې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
د افغانستان د کرکیټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبډله دغو لوبو ته له پوره چمتوالي سره تللې:
″افغانستان دا ځل دې سیالیو ته ښه لوبغاړي چمتو کړي او ښه تمرینات لري، افغان لوبډله تراوسه د اسیايي شورا د پریمر لیګ لوبو د جدول په سر کې واقع ده، په دې سیالیو کې فاینل لوبه نه ترسره کیږي، بلکې هغه لوبډله اتلولۍ ګټلی شي، چې نمرې یې زیاتې وي.″
د اسیایي شورا د پریمرلیګ په لوبو کې د افغانستان او نیپال تر څنګ، د عمان، عربي متحد امارات، مالیزیا او هانګ ټیمونو برخه اخیستې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbzgb9.rhb8zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته