دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 91136
پوتین د اوکراین د ټاکنو "ملاتړ" کوي
د تګلارې د بدلون په لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، په اوکراین کې د مې د۲۵مې ولسمشریزې ټاکنې په سم لور ګام دی.
خو نوموړي وویل دا ټاکنې هغه مهال ګټورې ختلی شي چې ولس د خوندیتوب په فضا کې رایې ورکړي.
ښاغلي پوتین د اوکراین په جنوب ختیځ کې له روسي پلوو فعالینو وغوښتل چې د کورواکۍ له پاره ټاکل شوې ټولپوښتنه وځنډوي.
د ولسمشر پوتین څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د اوکرایني کړکېچ په اړه د مسکو او کییف او مسکو او لوېديځ ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی.
ولادیمیر پوتین دا خبرې د سویس له ولسمشر سره په مسکو کې وکړې.
ولسمشر دایدر بورخالتر په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د شورا مشر هم دی.
مسکو وایي د اوکراین په جنوب کې به د اکثریت روسي ژبو حقونو خوندي وساتي.
د ده په وینا په کییف کې حکومت د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي او د اوکراین حکومت یې ناقانونه وباله.
کییف د کوراکۍ له پاره د روسي ژبو غوښتنې نه مني او وېره لري چې دا به د اوکراین تجزیې ته لاره هواره کړي.
اوکراین په دې وروستیو کې د هغو ماڼیو د بېرته نیولو لپاره ځواکونه استولي چې روسي پلوو نیولي وو.
د چارشنبې په ورځ روسي پلوو بېلتون پالو د ماریپول په ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ بېرته ونیوله. دا ودانۍ مخکې اوکرایني ځواکونو له بېلتون پالو نیولې وه.
بل لور ته ناټو وايي داسې نښې نه ویني چې روسیې دې خپل ځواکونه له ختیځ اوکراین سیمې ایستلې وي.
د تېرې جمعې په ورځ په ادیسا کې ۴۲ کسان ووژل شول. له دې ډلې ډېری په هغې ودانۍ کې د اور له امله ووژل شول چې بېلتون غوښتوونکو مظاهره چیانو په کې سنګر نیولی و.
ښاغلي ایتڅنوک په ادیسا کې د تاوتریخوالي د رامینځ ته کولو پړه پر روسي پلوه ډلو واچوله.
هغه روسیه او روسي پلوه مظاهره چیان تورن کړل چې د ده په خبره د اوکرایین د خپلواکۍ د له مینځه وړلو لپاره هڅه کوي ریښتنې جګړې ته لاره هواره کړي.
د شنبې په شپه په کستن تینوفکا کې درنه جګړه شوې او چارواکي وايي چې دوه کسان په کې وژل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-znw.23nzxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته