دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 91349
جمهور رئیس کرزي د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې تروریستي برید په کلکه محکوم کړ
 د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې هغه تروریستي ځان مرګی برید په کلکه وغندلو چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله وا وښتله.
د کندهار د والي د معلوماتو له مخې یو ځان مرګي تروریست نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ د منډیصار په سیمه کې د یوه روغتیایي کلنیک پر وړاندې چې ګڼ شمېر ملکي وګړي د درملنې لپاره و رغلي وو، په خپل موټر کې ځای پرځای کړي چاودیدونکي توکي وچول چې له امله یې پینځه تنه ملکي وګړي شهیدان او ۲۹ تنه نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې څلور ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.
جمهور رئیس کرزي دغه تروریستي او د انسانيت ضد برید د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله، وې ویل چې زموږ د خاورې او سوکالۍ دښمنان دومره کمزوري او ذلیل شوي دي چې حتی په روغتیایي مرکزونو کې هم پر بې ګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو چې د خپلې درملنې لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي، وژونکي بریدونه کوي.
د هېواد جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdns0n.yt0fo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته