کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راپورونه وایي، د چین په اورومچې کې ننیو حملو یو شمېر کسان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 جوزا 1393 ساعت 12:16


راپورونه وایي، د چین د ناکراره شینجین ایالت په پلازمینه اورومچې کې نن په حملو کې یو شمېر کسان ووژل شول.
د چین سینخوا دولتي خبري اژانس وایي، دغه حملې هغو بریدکونکو وکړې چې دوه موټریې یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ ته دننه او د دروازو له ښیښو یې چاودیدونکي مواد د خلکو خواته ګذارکړل. د وژل شویو کسانو دقیق شمیرندی اعلان شوی.
د اورومچې اکثریت اوسیدونکي د اویغورمسلمانان دي.
یوه عیني شاهدانو سینخوا ته وویل، نن سهار د حملې په جریان کې یې شاوخوا لس قوي غږونه واوریدل.
د چین دغه د طبیعي زیرمو بډایه لویدیځ ایالت په ورستیو میاشتو کې د شخړو د زیاتیدو شاهد دی.
پیکینګ وایي، په سیمه کې د بیلتون پالو له لوري چې اسلامي سخت دریځي او بهرنۍ ډلې یې ملاتړکوي، له تروریستي ګواښونو سره مخامخ دی.


د مطلب کود: 92002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92002/راپورونه-وایي-د-چین-په-اورومچې-کې-ننیو-حملو-یو-شمېر-کسان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com