کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي په وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چې جګړه پای ته ورسوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 جوزا 1393 ساعت 15:18


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د امريکايي پوځيانو د ايستلو په باب د ولسمشر اوباما د پلان له اعلانېدو وروسته په وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چې جګړه پای ته ورسوي.
ولسمشرکرزي، چې د واک موده يې په بشپړېدو ده، وويل چې نور د جګړې د دوام دليل نشته.
اوباما د سې شنبې په ورځ وويل چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه به له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.
د ولسمشرکرزي له ماڼۍ څخه په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي:
«د امريکا متحدو ايالتونو اعلان کړي چې د خپلو محاربو پوځيانو شمېر به کم کړي او صفر ته به يې ورسوي. د افغانستان ولسمشر پر وسله والو مخالفانو ږغ کوي چې له دې تاريخي فرصته په استفادې جګړه پاي ته ورسوي.»
له بلې خوا وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښوولو په اړه د امريکا پلان وغانده.


د مطلب کود: 92430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92430/حامد-کرزي-په-وسله-والو-طالبانو-ږغ-وکړ-چې-جګړه-پای-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com