دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 92707
د افغانستان په کابل کې میشت د امریکا سفارت ته د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان د هوایي بریدونو په هکله په لاندې متن رسمي یادښت ولیږه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې میشت د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان د هوایي بریدونو په هکله په لاندې متن رسمي یادښت ولیږه:
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې میشت د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته په ډیر درنښت سره کاږي:
لکه څرنګه چې خبریاست، له څو کلونو راهیسې پر افغانستان د پاکستان له لوري راکټي بریدونه روان دي او د افغانستان د خلکو د مالي او ځاني زیانونو لامل ګرځیدلي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کونړ ولایت پر بیلا بیلو سیمو د پاکستان له لوري خونړي هوایي او راکټي بریدونه شوي دي چې له بده مرغه یې زیات تلفات او زیانونه اړولي دي. دغه عمل په څرګند ډول د افغانستان د ملي واکمنۍ نه سرغړونه او پر دغه خاوره ښکاره یرغل ګڼل کیږي.
تر کومه ځایه چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د یوه دوست او ستراتیژیک تړون کوونکي په توګه، د افغانستان د امنیت ټینګښت او دفاعي همکاریو ته ژمن دی، اړینه ده څو په دې برخه کې د افغانستان دولت د برحقه دریځ چې د بهرني یرغل پر وړاندې د خپل حریم نه ساتنه او دفاع ده، ملاتړ وکړي.
څرنګه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د دریمی مادې په نهمه برخه (د اوږد مهاله امنیت ټینګښت) کې درج شویدي:"د سویلي آسیا او مرکزي آسیا په پرمختګ او ټیکاو کې د افغانستان د ثبات د رول په درک سره، د امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول بیرونی یرغل د امریکا لپاره د زیاتې اندیښنې لامل ګڼل کیږي. د دغه ډول پیښو د ترسره کیدو په وخت کې، لوري باید په ډیرې بیړې سره د یو بل په مشوره د سیاسي، دیپلوماتیکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په ګډون، د دواړو لوریو په هوکړې او د دوی د اساسي قانون له حکمونو سره سم وړ ځواب طرحه او پلي کړي."
د پورته ذکر شوې مادې پر بنسټ، داسې ایجاب کیږي چې د دغو بریدونو د دفعې او طرد په موخه افغانستان او د امریکا متحده ایالات د ګډو اقداماتو او تدابیرو نیولو لپاره هلې ځلې وکړي. ځکه نو افغان لوری هیله مند دی چې ډیر ژر د امریکا متحده ایالات افغان لوري ته د خپلو دفاعي اقداماتو د څرنګوالي په اړه مالومات وړاندې کړي.
له وخت نه په ګټې اخیستلو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت خپلې نیکې هیلې یو ځل بیا وړاندي کوي.
https://avapress.com/vdccmmqo.2bqix8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته