کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۳ کسه وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 جوزا 1393 ساعت 14:14


د افغانستان په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۳ کسه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د فاریاب ولایت د امنیي قومندانۍ د دوهمې حوزې امیر سمونوال نظرمحمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه نن سهار ۸ بجې د میمنې ښارد لودین جادې يه سیمه کې شوې ده.
د نوموړې په وینا د دې پیښې ټول قربانیان ملکي کسان دي.
په همدې حال د فاریاب د مرکزي روغتون رییس ډاکتر علي حلیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی ته د پیښې له ځایه دری مړی او دیارلس ټپیان ور وړل شوي دي.


د مطلب کود: 92822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92822/په-فاریاب-ولایت-کې-د-سړک-غاړې-ماین-چاودنه-۳-کسه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com