دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 92988
د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست د ښاغلي داکتر عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کاروان د ځانمرګې برید د څیړنې په هکله د هیئت ټاکنې په اړه حکم
د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست د کابل ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې د کابل آریانا هوتل ته څیرمه د ښاغلي داکتر عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کاروان د ځانمرګې برید د څیړنې په هکله د هیئت ټاکنې په اړه حکم
د روان کال د غبرګولې په 16 مه نېټه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې کابل آریانا هوتل ته ځیرمه د ښاغلي داکتر عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کمپاین د دو چاودنو له امله، زموږ یو شمیر هېوادوال، شهیدان او ځینې نور ټپیان شوي دي. انا لله و انا الیه راجعون
په داسي حال کې چې د دي غمجني پیښئ شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره فردوس جنت، کورنیو او خپلوانو ته يي جمیل صبر او ټپیانو ته د سم لاسۍ او بشپړې روغتیا هیله کوم، د هر اړخیزې څیړنې لپاره یی د کورنیو چارو د وزیر په مشری او د لاندې ذواتو په ګډون د هیئت ټاکنه منظوروم:
1. د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو پر ضد لوی رئیس، لوی پاسوال سید عبدالغفار، د غړي په توګه.
2. تورنجنرال سید رحیم سعید د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشا د لوی ریاست استازې، د غړي په توګه.
3. د ملي دفاع وزارت د کشف رئیس، تورنجنرال عبدالمنان فراهی، د غړي په توګه.
4. د ملی امنیت د لوی ریاست استازي، برید جنرال ګلستان، د غړي په توګه.
5. د لوی څارنوالی د تحقیقاتو لوی رئیس ښاغلي عبدالشکور ستانکزی، د غړي په توګه.
هیئت دنده لري چې پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیري، عاملین یي تشخیص او د قانون منګلوته یی وسپاري.
هیئت دي د یوې اونۍ په ترڅ کې د خپلو څیړنو او کړنو بشپړ رپوټ د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcdjn0n.yt0xj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته