کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه: د انتخاباتو په اړه شوي شکایتونه باید په دقیقه توګه وڅېړل شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 جوزا 1393 ساعت 13:32


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو په اړه شوي شکایتونه باید د شکایتونو د کمیسیون له خوا په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د دې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې؛ لومړی باید پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې شي.
د جرګې اکثرو غړیو د انتخاباتو د امنیت د ښه ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو رول هم وستایه.
د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخابات تیره ورځ ترسره شول چې؛ ویل کیږي، له ۷ میلیونو نه ډيرو کسانو په کې ګډون کړی و.


د مطلب کود: 93532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93532/مشرانو-جرګه-د-انتخاباتو-په-اړه-شوي-شکایتونه-باید-دقیقه-توګه-وڅېړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com