کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مستغني: افغانستان له اسیا څخه د اسلامي همکاریو د سازمان د دوره یي مرستیال په توګه انتخاب شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1393 ساعت 18:00


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له اسیا څخه د اسلامي همکاریو د سازمان د دوره یي مرستیال په توګه انتخاب شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا پریکړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په جده کې شوې.
ښاغلي مستغني وویل، په دې غونډه کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال حاضر و، په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو په ستونزو او سیاسي مسایلو خبرې وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان تېرکال د سولې عالي شورا په همکارۍ د نړۍ د علماوو په ګډون په کابل کې د اسلام او سولې په نوم یو نړېوال کنفرانس جوړ کړی وو.


د مطلب کود: 94097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94097/مستغني-افغانستان-له-اسیا-څخه-د-اسلامي-همکاریو-سازمان-دوره-یي-مرستیال-په-توګه-انتخاب-شوی

آوا
  https://www.avapress.com