کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا په ننګرهار کې د رایو شل مرکزونه قرنطین شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1393 ساعت 16:48


افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا په ننګرهار کې د رایو شل مرکزونه قرنطین شوې دي.
د ننګرهارد شکایتونو کمیسون د سیمه يیز دفتر له خوا نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ په دې اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون دارالانشا ته دنده سپارل شوې چې د شکایت کوونکو د ادعاوو د سپیناوي لپاره د دغو مرکزونو رایې وڅیړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ په دې اړه تفتیش روان دی او نتیجه به يي وروسته معلومه شي.


د مطلب کود: 94149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94149/د-انتخاباتي-شکایتونو-کمیسیون-له-خوا-په-ننګرهار-کې-رایو-شل-مرکزونه-قرنطین-شوي

آوا
  https://www.avapress.com