کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 سرطان 1393 ساعت 10:17


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هلمند او ننګرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲۰ تنه ټپیان او۱۰ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ، مهمات او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار ولایت په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 94181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94181/۲۰-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com