کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داودزی: په هلمند کې د جګړې د غزیدو لامل دا دی چې افغان ځواکونه پرمختللي پوځي وسایل نه لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 سرطان 1393 ساعت 13:56


د کورنیو چارو وزیرعمرداودزي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي، په هلمند ولایت کې د جګړې د غزیدو لامل دا دی چې افغان ځواکونه پرمختللي پوځي وسایل نه لري.
ښاغلي داودزي ويلي، افغان ځواکونه په هلمند ولایت کې اوسنۍ جګړه په ډیرو کمو امکاناتو پرمخ وړي.
هغه ويلي، اوس مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره سم وخت نه دی، ځکه چې افغان ځواکونه لاهم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د ښاغلي داودزي په وینا د هلمند جګړه د پاکستان د استخباراتو له خوا پرمخ وړل کیږي.
د افغانستان ولسي جرګې نن د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د کورنیو چارو وزرات امنیتي معین د دغې جرګې استجوابیه غونډې ته ځکه وربللي چې؛ د هغوی په وینا د هلمند په وروستیو جګړو کې یې په سمه توګه کار نه دی کړی.


د مطلب کود: 94631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94631/داودزی-په-هلمند-کې-د-جګړې-غزیدو-لامل-دا-دی-چې-افغان-ځواکونه-پرمختللي-پوځي-وسایل-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com