کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د ظرفیت لوړولو په برخه کې د لسمې دورې کورسونو څخه ۱۰۴ تنه افسران فارغ شول

د صدای افغان خبری آژانس , 11 سرطان 1393 ساعت 17:17


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ظرفیت لوړولو په برخه کې د لسمې دورې کورسونو څخه ۱۰۴ تنه افسران فارغ شول.
د کورنیو چارو وزارت معین جنرال اکرام الدین یاور نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، دغه افسرانو د بېلابېلو قطعاتو څخه د درې میاشتو په موده کې د حقوقو، د تروریزم سره د مبارزې جنايي او اداري برخو کې زده کړې ترلاسه کړي دي.
ښاغلي یاور زیاته کړه چې، تردا مهاله د ظرفیت لوړولو له کورسونو څخه ۵۲۷۴ پولیس افسران فارغان شوي دي.


د مطلب کود: 94652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94652/کابل-د-ظرفیت-لوړولو-په-برخه-کې-لسمې-دورې-کورسونو-څخه-۱۰۴-تنه-افسران-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com