کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه امنیتي سرچینه: د هلمند په جګړه ۵۹ پاکستاني وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 11 سرطان 1393 ساعت 17:15


د هلمند په روانه جګړه ۵۹ پاکستاني وسله وال د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
یوې امنیتي سرچیني چې نه غوښتل نوم واخستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، د یادو وسله والو جسدونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د افغانستان د ملي امنیت شوار رییس رنګین دادفر سپنتا دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د هلمند په جګړه کې د پاکستاني ملیشو شتون یوه ښکاره خبر ده.
ښاغلي سپنتا وویل، چې پاکستان باید د تروریزم پرضد عملیاتو ته په جدیت سره ادامه ورکړې او په دې برخه کې د عملي ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان د حکومت ملاتړ راجلب کړي.


د مطلب کود: 94654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94654/یوه-امنیتي-سرچینه-د-هلمند-په-جګړه-۵۹-پاکستاني-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com