کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د م.م د کډوالو چارو مسوولینو د یو شمېر بې ځایه شوو کډوالو په اړه اندیښنه وښوده

د صدای افغان خبری آژانس , 12 سرطان 1393 ساعت 14:09


په بلخ ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مسوولینو د هېواد په شمالي سیمو کې د یو شمېر بې ځایه شوو کډوالو په اړه اندیښنه وښوده.
دوی وايي، چې د ناامنیو له امله د دغه بې ځایه شویو شمېر زیات شوی دی.
د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو سازمان کمیشنرۍ ویاند فهیم همدرد نن سهار په مزارشریف کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر اوسه د هېواد په شمال کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر۸۱زرو ته رسیدلی.
د ښاغلي همدرد په وینا د ۲۰۰۲ میلادي کار راهیسې څلور عشاریه اته میلیونه کسان له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې روانه جګړه او ناامني له هغولاملونو څخه دي چې افغانان یې خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي او بهرنیو هېوادونو ته کډه کوي.


د مطلب کود: 94698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94698/په-بلخ-کې-د-م-کډوالو-چارو-مسوولینو-یو-شمېر-بې-ځایه-شوو-اړه-اندیښنه-وښوده

آوا
  https://www.avapress.com