کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روح الله نیکپا د چین د تکوانډو په سیالیو کې له بلجیمي سیال سره مسابقه کوي

د صدای افغان خبری آژانس , 14 سرطان 1393 ساعت 14:59


تمه ده سبا افغان لوبغاړی روح الله نیکپا د نړۍ د ۳۲ غوره تکواندو لوبغاړو په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له خپل بلجیمي سیال سره وکړي.
د ټکوانډو فدراسیون یوه نړیوال داور عبدالصبور عمري ازادي راډیو ته وویل؛ روح الله نیکپا نن شنبه خپل وزن ورکوي او د یکشنبې په ورځ به لومړۍ سیالي وکړي.
روح الله نیکپا د نړۍ د ۳۲ غوره لوبغاړو په کتار کې دیارلسم ځای لري او په دې سیالیو کې چې په چین کې ترسره کیږي؛ د افغانستان یواځینی استازی دی.
له روح الله نیکپا سره د هغه دوه روزونکي "من سین هاک" او "بشیر تره کي" هم ملګري دي.


د مطلب کود: 94772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94772/روح-الله-نیکپا-د-چین-تکوانډو-په-سیالیو-کې-له-بلجیمي-سیال-سره-مسابقه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com