کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرخیل: د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دې زما دوسیه په جدیت سره وڅیړي

د صدای افغان خبری آژانس , 14 سرطان 1393 ساعت 17:24


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د درالانشا پخواني رییس ضیاالحق امرخیل له افغانستان څخه د تیښتې موضوع رد کړه او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون یې وغوښتل چې؛ د ده په اړه ټولې دوسیې باید په جدیت وڅیړي.
ښاغلي امرخیل نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د انتخاباتو په بهیر کې د ده په اړه ډېرې توطیې جوړې شوې؛ خو ده تر خپلې وسې د ځینو قومندانانو او والیانو په شمول د چارواکو د درغلیو او لاسوهنو مخه ونیوله.
ښاغلي امرخیل د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون وغوښتل چې؛ د ده دوسیه باید په جدیت سره وڅیړي.
ښاغلي امرخیل همداراز ټینګار وکړ چې، د انتخاباتو نتایج باید د مهالویش له مخې اعلان شي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د هیڅ سیاسي فشار لاندې خپل کار نه ځنډوي.


د مطلب کود: 94787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94787/امرخیل-د-انتخاباتي-شکایتونو-کمیسیون-دې-زما-دوسیه-په-جدیت-سره-وڅیړي

آوا
  https://www.avapress.com