کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د ابتدایي نتیجو د ځنډیدو هلې ځلې روانې دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 سرطان 1393 ساعت 12:05


د افغان رسنیو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د اصلاحاتو او همپالني انتخاباتي ټیم هلې ځلې زیاتې کړې دي څو سبا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ابتدایي نتیجو اعلان ونه کړي.
دا هڅې وروسته تر دې زیاتې شوې چې پرون د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام له ټیم سره خبرې وکړې او کومې موافقې ته سره ونه رسیدل.
بل لور ته اشرف غني احمدزي او د ده د کمپاین یوه مخکښ احمدضیا مسعود په کابل کې پرون وویل چې دوی به ایتلافي حکومت جوړ نه کړي.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ځیني مشران دې ته زړه ښه کوي چې یو مشترک حکومت جوړ کړي. د دې لپاره د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني هم له یوې مودې راهیسې هڅې کوي.
احمد ضیا مسعود د پروان، کاپیسا او پنجشیر له یوشمیر مشرانو او قوماندانانو سره په کابل کې د شنبې په ورځ وویل چې انتخابات د بدلون او دوام ټیم ګټلي دي او که چیرته د عبدالله عبدالله د ټیم ځیني مشران په نوي حکومت کې د ملي مشارکت له لارې برخه اخلي نو دا د افغانستان په ګټه ده، خو ضیا مسعود د ایتلافي حکومت جوړیدل رد کړل.
له دې مخکې اشرف غني احمدزي هم په خپل حکومت کښې د کار خلکو ته د ګډون خبره کړې وه، خو ځیني مشخص کسان یې یاد کړي وو لکه د بلخ والي عطا محمد نور چې د ده په حکومت کې به شامل نه وي.
احمدزي په ورته وخت کې ویلي وو چې ایتلافي حکومت نه جوړوي.
اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړی دی چې ابتدایي نتیجې هرو مرو په دوشنبه اعلان کړي او نورې یې ونه ځنډوي.
ټاکل شوې وه چې دغه نتیجې د تیرې چهارشنبه په ورځ خپرې شي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې دوی غواړی د ۱۹۳۰ محلونو رایي له سره وګڼي او د همدې لپاره ابتدایي نتیجې تر دوشنبه پورې ځنډوي.


د مطلب کود: 94818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94818/د-افغانستان-ولسمشرۍ-ټاکنو-ابتدایي-نتیجو-ځنډیدو-هلې-ځلې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com