دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 95220
حامد کرزي د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو خنډولو سره موافقه وکړه
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د ځنډولو په اړه ددواړو کاندیدانو غوښتنه ومنله.
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره تر دوو ورځ خبرو اترو وروسته د ټاکنود تخنیکي او سیاسي اړخونو موافقه وکړه.
د تخنیکي موافقې له مخې به د دویم پړاو ټاکنو ټولې رایې له سره شمیرل کیږي او په سیاسي کچه به دواړو کاندیدان د ټاکنو وروستۍ پایلې مني.
دواړو کاندیدانو له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د ټاکنو د ټولو رایو بیا شمیرل ډیر وخت اخلي، ځکه نو دنوي ولسمشر د لوړې مراسم بیا وځنډول شي.
ولسمشر حامد کرزي د شپې ناوخته دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د یوناما مشر یان کوبیش سره په یوه ګډه خبري غونډه کې یاده غوښتنه ومنله او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ځنډولو سره یې موافقه وکړه.
ټاکل شوې وه، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د زمري په ۱۱مه ترسره شوي وای.
ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د شخړې د هواري لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش او دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د هلو ځلو ستاینه وکړه او ويي ویل دوی هڅه وکړه، چې په بین الافغاني لارو چارو دا ستونزه هواره کړي او د ولسمشرۍ ددوواړو مرستیالانو قانوني او خلیلي په منځګړیتوب یې دا کار وکړ، خو دوی بریالي نه شول.
نوموړي وویل چې ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه، چې دده لخوا ومنل شو.
خو کرزي زیاته کړه،څو کاله مخکې یې په ټاکنو کې د بهرنیان دلاسوهنې او شتون مخالفت کړی و.
نوموړي له اړوندو ټاکنیزو کمیسیونونو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د رایو د بیا شمیرلو پروسه بشپړه کړي ځکه چې دده په وینا،د افغانستان خلک په تمه دي،چې ژر تر ژره نوی ولسمشر معرفي او نوی حکومت جوړ شي.
هغه زیاته کړه، چې دوی د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیولي وو خو اوس یې د کاندیدانو په غوښتنه وځنډوله.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfx0d1.w6dt0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته