کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې ټپي شوي چیکي سرتیري ساه ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1393 ساعت 12:26


د چیک د دفاع وزارت وايي، هغه سرتیري یې ساه ورکړې چې؛ تیره اونۍ په افغانستان کې په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی و. په دې چاودنه کې څلور نور چیکي سرتیري وژل شوي وو.
دا سرتیري په هغو شپاړس وژل شویو کسانو کې شامل وو چې؛ د پروان په ولایت کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د یوې ځان وژونکې برید په ترڅ کې ووژل شول.
په یو لنډ بیان کې د چک د دفاع وزارت ویلي؛ پنځم سرتیری یې د دوشنبې په ورځ د پراګ په پوځي روغتون کې یو ورځ وروسته له هغې چې له افغانستان څخه خپل هیواد ته انتقال شو؛ ساه ورکړې.
دا پېښه په افغانستان کې د چکي سرتیرو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
د چک جمهوریت ژمنه کړې چې؛ خپل سرتیري به په افغانستان کې وساتي.


د مطلب کود: 95364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95364/په-پروان-ولایت-کې-ټپي-شوي-چیکي-سرتیري-ساه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com