کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپکو: افغانستان ته دې د C-130 بار وړوونکو الوتکو ورکول وځنډول شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 سرطان 1393 ساعت 14:04


د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو خاص پلټونکي جان سپکو وړاندیز کړی چې؛ د افغانستان هوایي ځواک ته دې د امریکا د حکومت له خوا د باروړونکو الوتکو ورکول وځنډول شي.
سیپکو وایي، افغان هوایي ځواک د امریکا نورو C-130 الوتکو ته چې بیه یې سل میلونه ډالره ده، ممکن اړتیا ونه لري.
د امریکا پوځ افغانستان ته دوې C-130 باروړونکي الوتکې ورکړي او دوې نورې په پلان کې وي چې؛ د هوايي ځواک په واک کې یې باید ورکړي وای.
جان سپکو د جولای په لسمه د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل او نورو پوځي چارواکو ته په یوه لیک کې لیکلي چې؛ افغان هوایي ځواک ممکن له دې الوتکو څځه پوره ګټه وانه خلي. ده ویلي، افغانستان ته د یوې الوتکې په نه استولو به د امریکا مالیه ورکوونکي څلویښت نیم میلونه ډالره وسپموي.


د مطلب کود: 95526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95526/سپکو-افغانستان-ته-دې-د-c-130-بار-وړوونکو-الوتکو-ورکول-وځنډول-شي

آوا
  https://www.avapress.com