کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې ۶ صهیونیستان په هلاکت ورسیدل

دصدای افغان خبری اژانس( آوا) , 29 سرطان 1393 ساعت 12:32


د القصی چینل د راپور له مخې پرون فلسطیني مبارزانو په څو بریالیو عملیاتو کې یو اسرائیلي ټانګ او څو جیپان په نښه کړل چې په ترځ کې ېې ۶ صیونیست فوځيان هلاک  شول .
فلسطیني مبارزانو په دې عملیاتو کې یو شمیر وسلې او مهمات هم غنیمت کړل .
همداراز پرون پره غزه هوايي بریدونو دوام درلود چې په ترځ کې ېې یو تن شهید او ۷ نور ټپيان شول .
تر اوسه د فلسطیني شهیدانو شمیره ۳۵۰ تنو او د ټپيانو شمیره ۲۳۰۰ تنو ته رسیدلې ده .
د غزې د ښونې او روزنې وزارت اعلان وکړ په دې حملو کې نږدې نیمايي قربانیان ماشومان دي .
د حماس ویاندسامي ابو زهري وايي داسې کوم اوربند ته په غاړه کینږدي چې په کې د فلسطینیانو حقوق تر پښو لاندې شوي وي .


د مطلب کود: 95629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95629/په-غزه-کې-۶-صهیونیستان-هلاکت-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com