کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د ډيورنډپه کرښه د اغزن سیم تاوولو کار ځنډولی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 سرطان 1393 ساعت 12:22


د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د خندقونو د کیندلو او د اغزن سیمونو د لګولو کار بند شوی دی.
محمداکرم خپلواک وویل؛ پاکستاني پوځیانو هڅه کوله چې له افغانستان سره په پوله په خاصه توګه د پکتیکا ولایت په پولو کې اغزن سیمونه نصب او خندقونه جوړ کړي.
د پاکستاني پوځیانو له خوا له افغانستان سره په پوله په ځینو سیمو کې د اغزن سیمونو د کینولو او د خندقونو د کیندلو د رپوټ له خپریدو وروسته ولسمشر کرزي د سرحدونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې دا مسله وڅیړي.
افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پيژني .
شناندي وايي په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو توغندیزې حملې هم په دې موخه دي چې د کابل دولت د ډیورنډ کرښې په رسمیت پيژندلو لپاره تر فشار لاندې ونیسي .


د مطلب کود: 95631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95631/پاکستان-د-ډيورنډپه-کرښه-اغزن-سیم-تاوولو-کار-ځنډولی

آوا
  https://www.avapress.com