کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مدني ټولنو د ملي شورا د حقونو د خوندیتوب د تصویب شوې طرحې په وړاندې بیا مظاهره وکړه

د صدای افغان خبری آژانس , 31 سرطان 1393 ساعت 17:42


د مدني ټولنو سلګونو غړو نن په کابل کې د ملي شورا د حقونو او امتیازاتو د خوندیتوب د تصویب شوې طرحې په وړاندې یو ځل بیا مظاهره وکړه. 
مظاهره کوونکو دا طرحه د هېواد د ملي ګټو خلاف وبلله او وې ویل، چې نهایي کېدل به یې د قوانینو د تصویبیدو فرهنګ زیانمن کړي. 
تیره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې د ملي شورا د غړو لپاره د امتیازاتو او خوندیتوب طرحه تصویب کړه چې وروسته د مشرانو جرګې له خوا د رایو په اکثریت رد شوه.


د مطلب کود: 95792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95792/مدني-ټولنو-د-ملي-شورا-حقونو-خوندیتوب-تصویب-شوې-طرحې-په-وړاندې-بیا-مظاهره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com