کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د ریګستان ولسوالۍ د امنیه قومندان له پنځو ساتونکو سره وژل شوی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 اسد 1393 ساعت 12:14


چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو په یوه حمله کې د کندهار د ریګستان ولسوالۍ د امنیې قومندان بسم الله جان وژلی دی.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول دوا خان مینه پال آزادی راډیو ته وویل؛ دغه حمله په لسګونو وسله والو تیره ورځ د کندهار په سرحدي ولسوالۍ ریګستان وکړه؛ چې په کې د ریګستان د امنیې قومندان او د هغه پنځه تنه ساتونکي ووژل شوه شل تنه وسله وال حمله کوونکي هم په دغه حمله کې وژل شویدي.
ده همداراز د ژیړی ولسوالي د ملي او محلي پولیسو په څلورو امنیتي پوستو هم د وسله والو د حملو خبر ورکړ او ویې ویل چې، د ملي اردو یو سرتیری او ۲۴ مخالفان هم په دغه حملو کې وژل شوي دي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 96046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96046/د-کندهار-ریګستان-ولسوالۍ-امنیه-قومندان-له-پنځو-ساتونکو-سره-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com