کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په سپین بولدک کې د کندهار د امنیه قومندانۍ پر مېلمستون ډله ییز برید کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 اسد 1393 ساعت 12:26


د کندهار چارواکي وایي، چې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ پر میلمستون وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله کړې ده.
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل؛ چې د امنیې قومندانۍ دا میلمستون په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی او نن سهار اته بجې شااوخوا پرې مخالفینو ډله ییزه حمله وکړه؛ چې اوس هم دوام لري.
مینه پال وویل، چې د حمله کوونکو شمیر اته تنه دی، چې تراوسه یې شپږ تنه وژل شوي او درې نور یې لا مقاومت کوي.
وسله والو طالبانو د دغې حملې مسوولیت منلی او ادعا کوي چې؛ د یوه خاص نظامي تکتیک پر اساس دغې ودانې ته ننوتلي دي.
تراوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.


د مطلب کود: 96047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96047/وسله-والو-په-سپین-بولدک-کې-د-کندهار-امنیه-قومندانۍ-پر-مېلمستون-ډله-ییز-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com