کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس کرزي د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

6 اسد 1393 ساعت 11:13


د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د دوشنبې د ورځې په سهار د تشريفاتوګارد له معاينې وروسته د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ .
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د نيکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او د نيکمرغه کوچني اختر له امله يې هغوی ته مبارکي وويله.
جمهوررئیس حامدکرزي بیا په خپله اختریزه وینا کې د افغانستان د تاریخي او ځوریدلي هېواد میړنیو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وويله او د لوی خدای له درباره یې وغوښتل چې د نړۍ مسلمانانو ته سوله، امنیت او ترقي ور په برخه کړي.
جمهوررئیس کرزي همدا راز د لوی له دربار څخه له لیبیا څخه نیولې تر پاکستان پورې په ټولو هغو مسلمانو هېوادونو کې چې خلک یې په رنځ، نا امنۍ او جګړې کې ژوند کوي د امن او سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.
حامدکرزي وویل: (( اسلامي نړۍ په رنځ اخته ده، په اسلامي هېوادونوکې هره ورځ په سلګونو تنه شهیدان او وژل کیږي. نن اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان خلک په غزه کې د فلسطین د خلکو په حال ځوریږي چې په ډیره بې رحمۍ سره شپه او ورځ وژل کیږي او په هریوه ساعت کې یې یو ماشوم په شهادت رسیږي. هغوی ته د سولې، امنیت، ترقۍ او خوښۍ هیله کوو.لوی خدای دې د نړۍ ټول مسلمانان له دې مصیبت څخه خلاص کړي او امن دې ورته راولي او بیا زموږ خپلې خاورې افغانستان ته دې الله تعالی سوله، امن او ترقي راولي.))
جمهوررئیس د افغانستان انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: (( د افغانستان انتخابات په خیر تېر شول خو کله چې انتخابات ترسره شول او د رایې شمېرنې بهیر پیل شو هلته پر افغانستان بریدونه پیل شول او داسې کلک بریدونه پیل شول چې په دا څوارلسوکلونوکې زموږ پر هېواد داسې کلک بریدونه نه وو شوي لکه په دا تیرو دوه میاشتوکې چې وشول.))
حامدکرزي وویل: (( زموږ امنیتي ارګانونه هره ورځ راپور راکوي چې بهرني تروریستان په ډیره پراخه پیمانه او په ډیر شمېر افغانستان ته داخل شوي دي او دلته پر افغانانو بریدونه کوي خو په مقابل کې یې زموږ امنیتي قواوې د خپلې خاورې څخه ساتنه کوي چې هم مو ډیر امنیتي ځواکونه او هم ملکي وګړي شهیدان شوي دي خو افغانستان لکه د تل په څېر له خپلې خاورې څخه په غیرت او همت دفاع ته ولاړ دی.))
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه: ((‎ د دې خاورې ډیر هغه ځوانان چې د طالب په نامه وژل کیږي موږ د هغوی له کورنیو سره هم غم شریکي کوو او تسلیت ورته وایو او دلته د طالبانو پر مشرانو غږ کوم چې پر افغانانانو جنګ بند کړي او افغانستان ته د پردیو د تروریستانو د راتګ زمینه ساز نه شي، سولې ته دې راشي او له خپلو خویندو او وروڼو سره دې د امن او عزت ژوند وکړي.))
د هېواد جمهوررئیس څرګنده : (( د افغانستان ملت انتخابات وکړل په میلونونو رایې ورکولو ته را ووتل. د افغانستان خلک غواړي چې انتخابات یې ژر تر ژره نتیجه ورکړي ترڅو دا خاوره خپل نوی جمهوررئیس او نوی حکومت ولري او کارونه یې په چټکتیا او قوت سره پر مخ ولاړ شي.))
د نيکمرغه کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې چې د ارګ د جامع جومات د امام په امامت ادا شو د جمهوري رياست دویم مرستیال محمد کریم خلیلي، د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس، سلاکارو وزیرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، دکابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامي هيوادونو ځینوسفيرانو او د وسله وال پوځ یو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله.


د مطلب کود: 96093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96093/جمهور-رئيس-کرزي-د-نيکمرغه-کوچني-اختر-لمونځ-ارګ-په-جامع-جومات-کې-ادا-کړ

آوا
  https://www.avapress.com