کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر : په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱ وسله وال مخالفین نیول شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 اسد 1393 ساعت 13:52


د لوګر چارواکي وایي، چې په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱ وسله وال مخالفین نیول شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند دین محمد درویش نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې پيل شوي، چې تر اوسه هم دوام لري.
درویش زیاته کړه، چې د عملیاتو پرمهال د ډزو په تبادله کې دوه میرمنې هم سطحي ټپيانې شوي دي.
څرخ د لوګرهغه ولسوالۍ ده، چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په کې ډیرترسترګو کیږي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي


د مطلب کود: 96334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96334/لوګر-په-څرخ-ولسوالۍ-کې-د-روانو-عملیاتو-له-پیل-راهیسې-تر-اوسه-۱۱-وسله-وال-مخالفین-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com