کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرکټ: افغان ملي ټیم له زیمبابوې سره ټولې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسولې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 اسد 1393 ساعت 14:16


د افغانستان کرکټ بورد وایي، د کرکټ ملي ټیم له زیمبابوې سره ټولې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.
د افغانستان د کرکیټ ملي ټیم له زیمبابوې سره ددې سیالیو په لړ کې دوه نړیوالې یوورځنۍ، دوه ټیست یا څلور ورځنۍ او دوه تمریني لوبې ترسره کړې، چې دا بهیر په مساوي ډول پای ته ورسید.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک آزادۍ راډیو ته وویل، چې دا سیالۍ د افغانستان لپاره مهمې دي او د کرکیټ په نړیواله شورا کې یې د افغانستان د کرکټ ارزښت زیات کړ.


د مطلب کود: 96335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96335/کرکټ-افغان-ملي-ټیم-له-زیمبابوې-سره-ټولې-سیالۍ-په-بریالیتوب-پای-ته-ورسولې

آوا
  https://www.avapress.com