کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې افغان ځواکونو څلور وسله وال مخالفین وژلي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 اسد 1393 ساعت 9:51


د سرپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې؛ ځواکونو يې د دولت ۴ وسله وال مخالفان وژلي او د يوه مهم قومندان په ګډون يې ۵ نور نيولي دي.
د سرپل ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري وويل چې؛ په کوهستانات ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په لړ کې څلور کلي له طالبانو پاک شوي او په ترڅ کې يې ۴ تنه وژل شوي دي؛ د يوه خطرناک قومندان ملا جيلاني په شمول پنځه تنه ژوندي نيول شوي او ۴ ژوبل شوي دي.
د سخي داد حيدري په وينا، امنيتي ځواکونو دا عمليات وروسته له دې پيل کړل چې؛ له غور او فارياب ولايتونو څخه کوهستاناتو ولسوالۍ ته يې د طالبانو د راتګ په اړه معلومات ترلاسه کړل.


د مطلب کود: 96378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96378/په-سرپل-ولایت-کې-افغان-ځواکونو-څلور-وسله-وال-مخالفین-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com