کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات په شینډنډ کې د څلور ملکیان د هوايي بمبارد له امله وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1393 ساعت 14:38


د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې تیره شپه په هوايي بمبارۍ کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي آزادی راډیو ته وویل؛ دا لا تراوسه نه ده روښانه چې بمباري د چا له خوا شوې ده.
ښاغلی احمدي وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم، یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.
نوموړی وايي، د دې حملې د جزیاتو د معلومولو لپاره یو پلاوی شینډنډ ولسوالۍ ته لیږل شوی دی.


د مطلب کود: 96407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96407/د-هرات-په-شینډنډ-کې-څلور-ملکیان-هوايي-بمبارد-له-امله-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com