کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس حامد کرزي په هرات کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1393 ساعت 18:35


 د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په هرات ولایت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي برید چې پکې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون ۴ تنه شهیدان شوي دي، په کلکو ټکو وغانده.
د هرات د والي سید فضل الله وحيدي د معلوماتو له مخې بهرنيو ځواکونو پرون دوشنبه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان کړل.
د هېواد جمهور رئيس حامد کرزي د دغې پېښې د غندلو په ترڅ کې وویل: پر بې ګناه ملکي وګړو او د استوګنې پر سيمو، د بهرنيو ځواکونو لخوا هر ډول پوځي عملیات د افغانانو ژوند ته ارزښت نه ورکول دي او د ټولو شويو دوه اړخیزو توافقاتو څخه څرګنده سرغړونه ده.
جمهور رئيس کرزي اړوندو ولایتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې هر څه ژر دې د دغې پېښې پلټنه او له زیانمنې شوې کورنۍ سره دې عاجلې مرستې وکړي.
جمهور رئيس حامد کرزي د دغې پېښې د شهیدانو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي


د مطلب کود: 96421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96421/جمهور-رئیس-حامد-کرزي-په-هرات-کې-د-بهرنيو-ځواکونو-هوايي-برید-ولسي-وګړو-وژنه-سختو-ټکو-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com