کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په لاهور کې د طاهر القادري د پلویانو او پولیسو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 اسد 1393 ساعت 10:50


د پاکستان په لاهور ښار کې د یوه حکومت ضد مذهبي مشر پلویانو له پولیسو سره شخړه کړې ده.
دا شخړه پرون وروسته له هغه وشوه چې؛ حکومتي چارواکو طاهر القادري څلور لاري ته ورغلی سړک بند کړ.
راپورونه وايي، پولیسو د بلوا ګرو پر وړاندې اوښکي بهونکی ګاز استعمال کړ. پولیسو دغه راز وروسته له هغه له برقي ډنډو کار واخیست چې؛ د طاهرالقادري پلویانو هغه کانټینر له لارې لېرې کړ چې؛ سړک یې بند کړی وو.
په دغو اعتراضونو کې پرپولیسو ډبرې وویشتل شوې او څو تنه چارواکي ټپیان شول.
قادري په اسلام آباد کې د لاریون او د صدراعظم نواز شریف د حکومت د ړنګولو ګواښ کړی دی.
هغه ادعا کړې چې، چارواکو د دوی څه باندې پنځه سوه پلویان په یوه کمپاین کې نیولي دي.
قادري په خټه پاکستانی، خو په کاناډا کې اوسیږي او په جون کې بیرته پاکستان ته ورغلی چې؛ د ده په خبره د سوله ییز انقلاب مشري وکړي.
د جون په میاشت کې د ده د پلویانو او پولیسو تر منځ جګړو کې څوارلس فعالین ووژل شول.


د مطلب کود: 96557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96557/د-پاکستان-په-لاهور-کې-طاهر-القادري-پلویانو-او-پولیسو-ترمنځ-شخړه-رامنځ-ته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com